شنبه , مې 8 2021

افغان جګړه کې د کارول شوي استرالیايي سرتیري وژنه

استرالیايي رسنیو خبر ورکړی هغه پوځي چې په تېر دسمبر کې د پوځي مرکز د موټرو تم ځای کې مړ وموندل شو افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو لپاره یې ځانګړی ماموریت کړی و.

د رسنیو له درکه ویل شوي دغه پوځي هغو پټو مالوماتو ته لاس رسی درلوده چې افغانستان کې د استرالیايي پوځيانو له لوري د بې ګناه افغانانو له ناترسه وژنې پرده پورته کوي.

هغه مهال چې ددغه پوځي مړی وموندل شو پولیسو ویلو چې دا کومه مرموزه وژنه نه بلکې ځان وژنه بللی شي.

وروستیو رپوټونو دا شکونه ډیر کړي چې ښايي ددغه پوځي مرګ د اسنادو او شواهدو د له منځه وړلو هڅه وي.

د استرالیا دفاع وزیر دې وروستیو کې د هغو ناترسو افغان وژنو له امله بخښنه وغوښتنه چې ویل کیږي ددغه هیواد ځواکونو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ کړي دي.

د استرالیا ددفاع وزارت څیړنې خورا ټکان ورکونکې وې او افغانستان کې ېې د امریکايي پوځیانو په ګډون د نورو نړیوالو ځواکونو له خپلسرو کړنو او جنګي جرمونو پرده پورته کړه هغه څه چې تراوسه په ناپیلي ډول نه دي ارزول شوي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *