یکشنبه , سپتمبر 19 2021

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ولږې خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو یوه تازه رپوټ کې ویلي د یمن، اتتوپیا او افغانستان په ګډون د نړۍ ځېنو سیمو کې راتونکې درې میاشتې د ولږې او خوړو د کمښت شونتیا شته.

دغه رپوټ کې اندیښنه ښودل شوې چې که وار له مخه د ولږې مخنیوی ونشي ناورین پېښولی شي.

د ملګرو ملتونو دغه خبرداری داسې مهال دی چې افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمیر له پنځه میلیونو اوړي.

تازه نښتو کې چې طالبان د هلمند او کندهار په ولایتونو کې له افغان پوځ سره ښکېل دي ګڼو خلکو خپل کورونه پریښي.

هلمند کې د سیمه نیوز خبریال وايي هلته په مرکز لښکرګاه کې د کډوالو لپاره نه هم سم انتظام شته او نه هم ورسره د مرستو کوم مالوم بنسټونه شته.

له ولسوالیو ډیر کډه شوي خلک بیلابیلو سیمو کې خواره واره دېره دي چې د تودې هوا له امله له سختو کړاونو سره مخ دي.

د ډیرو کورنیو ژوند دغلته هم تریخ شوی ځکه جګړې د لښکرګاه مرکزي سیمو ته رسیدلي او د دواړو لوریو ترمنځ په ډزو کې ولسي مرګ ژوبله هم پېښیږي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سیاسي جوړ جاړي لپاره تیاری نیسي

داسې مهال چې طالبانو د افغانستان ګڼ ولایتونه ولکه کړي ، دوحه کې ددغه ډلې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *