چهارشنبه , دسمبر 2 2020

ملینګا نه تکراریدونکی لوبغاړی

د ځانګړي کرېکټ هنر،بیل ډول ویښتو سټایل لرونکې څیرې او یوه ارام انسان چې شنونکي ېې جلا هنره کریکټر :بولي سریلنکايي ملینګا دی د لوبیز ژوند په اړوند ېې عبدالمصور کوچی په دې لیکنه کې راته وايي

سیپر اماندو لاسیت ملینګا د سریلنکا د ملي لوبډلې نه تکراریدونکی لوبغاړی بلل شوی هغه چې د کرېکټ مزل ېې له ۲۰۰۴ پیل او په ۲۰۱۹ ېې پای ته ورساوه په بیلو بیلو نړیوالو لوبوکې خورا نوموتی او ځلانده شو.

ملینګا په ۱۹۸۳ اګسټ کې زیږیدلی او وايي ارمان ېې کرېکټ و او ترسره شو اوس هیله من دی چې نوي لوبغاړي به ستوري شي او دده په خبره سریلنکا او ملینګا به پرې وویاړي.

ملینګا له خپلې کورنۍ سره د۲۰۱۹ په نړیوال جام کې
PHOTO BY ICC

ملینګا خپله وروستۍ لوبه د بنګله دیش خلاف  د۲۰۱۹ په جولای کې وکړه چې ۳۸ منډې ېې ورکړې او ۳ لوبغاړي ېې وسوځول .

لاسېت ملينګا ددی لوبه له کولو وروسته په لوړ درناوي له نړیوالو يو ورځنيو لوبو سره مخه ښه وکړه

ملینګا   ښی لاس تیز توپ اچوونکی دی  هغه دیره ښه یارکر بال کوي نو ځکه یا د یارک پاچاه په نوم يادیږي، هغه ورو توپ ماهر او تیز بونسر توپه اچونه کوله.

ملېنګا ټولی ۲۲۶ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې په دې کې نوموړي ټول ۳۳۸ لوبغاړي سوځولي.

لاسېت ملېنګا په یوې سیالۍ کې اته ځلي پنځه پنځه لوبغاړي هم سوځولي دي دغه راز یې یوولس ځلي په یوې یوې سیالۍ کې څلور څلور لوبغاړي هم سوځولی.

PHOTO BY ICC

ملینګاه په یوورځنی نریوال کرکت کی دری هېټریکونه کړي.

ملینګا تر اوسه ۳۰ ټیست لوبې کری او 101 لوبغاړي یې سوځولي .

ملینګا تر اوسه ۷۳ شل اوریزې لوبې کري او ۹۷ لوبغاړي  یې سوځولي.

 د ملینګا وروستۍ څرګندونې له رسنیو سره په دې ټکو وې (( خوښ یم چې له نړیوالو یو ورځنیو سیالۍ سره مخه ښه کوم ځکه زه وینم چې نوي او ځوان لوبغاړي راپورته کیدونکي ته هغوئ ته د موکې ورکولو وخت دی )).

نړیوالو مبصیرینو او دکرېکټ شنونکو د ملینګا کرکټر نه تکراریدونکی بللی او هغه ېې د کریکټ په نړۍ کې جلا ځلانده ستوری بللی.

زموږپه اړه اوراګ

Avatar

دا هم لوستی شئ

کابل کې د خبریالانوبایسکل ځغاسته

 پلازمینه کابل کې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي فدارسیون په یوه سیالۍ کې خبریالان …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *